انصار: ( دغبرګولی ۱۷مه)، د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې د نړیوال انسټېټیوټ له خوا په نړۍ کې لومړی مقام وګاټه.
د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټېټیوټ د افغانستان د هرات زعفرانو لابراتواري ازموینې ترسره کړې چې په پایله کې یې پرون د جون ۴مه د افغانستان زعفران تر ټولو ښه طعم لرونکي زعفران وپېژندل شول.
د دې ادارې له خوا هر کال د نړۍ د ټولو هېوادونو د زعفرانو محصولات ارزول کېږي او سږ کال د افغانستان زعفران د نړۍ تر ټولو غوره زعفران ونومول شول.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د زعفرانو کښت ډېر دود شوی، په لوړ کیفت زعفران تولیدوي ، خو برګران وایي چې لا هم په نړیواله کچه د ښه بازار د نه شتون له کبله له ستونزو سره مخ دي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/31944